د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د هزار یک شب هوټل شاوخوا شنو او خدماتي ساحو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۲۷
د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د هزار یک شب هوټل شاوخوا شنو او خدماتي ساحو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یاد هوټل او څنګ ته د سوداګریز مارکېټ له مسؤلینو وغوښتل شول، چې د هوټل او شاوخوا خدماتي ساحو اړوند ټول اسناد د ارزونې لپاره د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري.
د یادې څارنې موخه د شنو ساحو او پارکونو ساتنه، د ښاري پلانونو سم تطبیق، د ښاري بېنظمۍ مخنیوی او د ښاري نظم پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست به د خپل کاري پلان له مخې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري ساحو څارنې ته دوام ورکړي او د تثبیت شوو سرغړونو په اړه به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کړي.
