په هلمند ولایت کې د روغتیايي کلینیک له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۳۰
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نیک محمد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په سنګین ولسوالۍ کې د روغتیايي کلینیک رغنیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي نیک محمد وویل، یاد روغتیایي کلینیک د عامې روغتیا ریاست اړوند دی، چې د ودانیزو چارو څارنه يې د کور او ښار جوړولو ریاست کوي، چې دمګړۍ هلته د پلې لارو د جوړیدو او چتونو د کیورینګ کار جریان در لود چې کارونه د پلان مطابق روان ول.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره شي.
