کابل ښار کې د پخوانیو  ساحو د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري منظرې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۹
کابل ښار

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د مخنیوي په برخه کې خپلې څارنې لا پیاوړې کړې دي.

د یاد ریاست د مسلکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د سیند په غاړه هټیو (له پل باغ عمومي څخه تر پل خشتي پورې) څارنه وکړه او څرګنده شوه، چې د یو شمېر هټیوالو له لوري په لوړو چوکاټونو کې د لمریزې برېښنا تختې نصب شوي، چې دې چارې د سیمې تاریخي بڼه زیانمنه کړې او ننداریزه ګډوډي یې رامنځته کړې ده.

د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست د خپلو قانوني دندو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د (۱) شمېرې فرمان (نېټه: ۵/۱/۱۴۴۵ هـ.ق) پر بنسټ ټینګار کوي، چې په تاریخي جوړښتونو کې هر ډول مداخله باید د فرهنګي میراثونو د ساتنې له اصولو سره سم ترسره شي.

همدارنګه، د نړیوالو معیارونو له مخې، په ځانګړي ډول د تاریخي میراثونو د ساتنې اړوند اصولو ته په کتو، د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري نندارې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب اړین بلل کېږي.

د یادو نیمګړتیاو پر بنسټ، په لوړو چوکاټونو کې د لمریزې برېښنا د تختو نصب، چې د ښار پر لید، نندارې، نظم او چاپېریالي یووالي منفي اغېزې لري، د تاریخي سیمو د ساتنې له اصولو سره په ټکر کې دي. د پخوانیو ښارونو د ساتنې محترم ریاست وایي، له همدې امله اړینه ده چې د مسؤلو ادارو له لوري په دې برخه کې بیاکتنه، تنظیم او لازم تدابیر ونیول شي، څو د سیمې د تاریخي هویت د تدریجي زیان مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

کابل ښار کې د اماراتو ښارګوټي د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د اماراتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې  د ښاري سرغړنو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د زرنج ښار د اول او پنځم پلان ساحو کې د ودانیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

کابل ښار کې د پخوانیو  ساحو د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري منظرې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت