په هرات کې څه باندې ۲۸۲ جریبه څړځایونه سروې شول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۹:۴۲
هرات

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروسې د پلي کېدو پر مهال د هرات ولایت اړوند سیمو په ۹۱ قطعو کې ۲۸۲ زره او ۷۲۱ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیله تر دې مهاله د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ مېلیونه ۶۵ زره او ۷۰۱ جریبه څړځایونو سروې ثبت کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروژې د پلي کېدو له لارې د افغانانو ملي شتمنۍ په توګه له عامه او خاصه څړځایونو معقولې او موثرې استفادې ته زمینه برابره کړې، څو د مناسبو شرایطو په مساعدولو سره ځان بسیاینې او اقتصادي او مالدارۍ ودې له لارې د خلکو په ژوند کې بنسټیز تغیرات رامنځ‌ته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۴
Background image

د متحده عربي اماراتو ښارګوټي د جامع جومات له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت؛ په یوه ورځ نږدې زر راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشلې

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ټینګار سره سم، په څلورو ولایتونو کې (۹۸۵) راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې.

تېره ورځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د کابل ښار د میرویس ښارګوټي له وضعیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت