د کور او ښار جوړولو وزیر د سمنګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور او لاسلیک کړ

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۱۲
سمنګان

۱۴۴۸/۲/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د سمنګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور او لاسلیک شو.

یاد اصلاحي پلان د ۱۷۰۰ جریبه ځمکې لپاره ترتیب شوی، چې په کې ټولټال ۲۳۱۲ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي. د پلان له مخې، هره استوګنیزه نمره د پنځو بسوو پر بنسټ ډیزاین او تنظیم شوې ده.

د دغه اصلاحي پلان منظورېدل د سمنګان ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د معیاري استوګنې د زمینې برابرولو، د ښاري پراختیا د اصولو د پلي کېدو او د منظم ښارګوټي د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، څو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مهاجرینو ښارګوټي د منظور شویو ښاري او تخنیکي معیارونو له مخې پلان، طرحه او پراختیا ومومي، ترڅو راستنېدونکو هېوادوالو ته د مناسب، منظم او دوامدار استوګنیز چاپېریال زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت