په نیمروز ولایت کې د ګمرک د موټرو د تمځای له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۵/۱
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د ګمرک د موټرو د تمځای له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د پروژې چارې د نقشې مطابق روانې دي، هڅه کیږي چې د دې پروژې چارې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره تر سره شي، چې د دې تمځای د جوړیدوسره به د بار وړونکو لاریو ستونزې حل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي تر څو پروژې په معیار برابرې تر سره شي.