په نوي کابل ښار کې د نوې پانګونې تمه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۱۶
کابل جدید

۱۴۴۶/۰۳/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ملي پانګوالو سره وکتل او په نوي کابل ښار کې د پانګونې په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

ملي پانګوالو وویل، دلته راغلي کسان د بېلا بېلو مهمو کمپینو مشران او استازي دي چې هوډ لري د نوي کابل ښار په برخو او په ځانګړې توګه پیروزي ښارګوټي کې پانګونه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، راغلو پانګوالو ته په نوي کابل ښار او پېروزي ښارګوټي کې د پانګونې په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، اسانتیاوې او فرصتونه یې ورته روښانه کړل.

ښاغلي وزیر له پانګوالو غوښتنه وکړه، چې لومړی دې ساحه له نږدې وګوري، هلته د موجوده ودانیزو شرکتونو له مسؤلینو سره دې خبرې وکړي او له هر اړخیز تحلیل وروسته دې وزارت ته مراجعه وکړي.

پانګوالو یادونه وکړه، چې له ساحې او نورو شرکتونو سره تر کتنې وروسته به خپل وړاندیزونه د وزارت محترم مقام ته وړاندې کړي او د توافق په صورت کې به پر عملي چارو لاس پورې کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر له امریکا راغلي هیئت سره وکتل

۱۴۴۶/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له امریکا راغلي هیئت سره وکتل او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

شیخ حمدالله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د پخوانیو ښارونو او تاریخي ابدو د ساتنې لپاره روزنیز سیمنار ترسره شو

۱۴۴۶/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري ودې او پراختیا، مسکن او پلانونو ترڅنګ د پخوانیو ښارونو او تاریخي ابدو د ساتنې او خوندیتوب مسؤلیت هم لري.

دغه وزارت د اطلاعات او فرهنګ محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۵۲
Background image

کابل ښار کې د یو شمیر تاریخي ځایونو (جي، پي، ایس) ټکي واخیستل شول

۱۴۴۶/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د تاریخي ابدو او قدیمي ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست وايي، د ریاست اړوند مسؤلینو او متخصصینو یې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې. . .

BACK TO NEWS