په ننګرهار ولایت کې د اوبو له چیک ډیمونو د ودانیزو پروژو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۲
picture

۱۴۴۵/۱۱/۳

په ننګرهار ولایت کې د اوبو، کرنې او ماالدارۍ ریاست اړوند په ۲۱ ولسوالیو کې د اوبو د چیک ډیمونو پروژې په نظر کې نیول شوي، چې د ۱۶ چیک ډیمونو پروژې منظورې شوې او عملاً یې د جوړیدو چارې روانې دي.

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد سعید وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند په ۲۱ ولسوالیو کې د اوبو د چیک ډیمونو لیدنه کړې ده.

ښاغلي سعید وویل، د دې ریاست تخنیکي ټيم د ګډ پلاوي په ملتیا د اوبو د چک ډیمونو  د ۱۶ منظور شوو ساختماني پروژو څارنه او کار کیفیت په مسلکي ډول بررسي کړ، چې له جملې یې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمرخیلو د خاورین چیک ډيم له ساختماني چارو څارنه وشوه، چې د یاد چیک ډيم چارې تقریباً اتیا سلنه بشپړې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ساختماني پروژو له چارو څارنه کوي، تر څویې چارې د شرطپاڼې مطابق په مسلکي شکل مخته ولاړې شي.

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

راتلونکي لیدلوري، پلانونو، ننګونو او فرصتونو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۷/۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت د مرستیالانو، رئیسانو او چارسمبالو په ګډون مهمه ناسته ترسره شوه.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان ښار د مسافرو د ترمینل د دویمې برخې د تخنیکي اسنادو بشپړولو باندې ټینګار وشو

۱۴۴۷/۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د معینیت سرپرست،دیپلوم انجنیر عبدالحمید آرین، د میدان ښار د مسافر وړونکي ترمینل د پروژې دویمې برخې د تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۳۲
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۷

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، اړوند فني او مسلکي ټیم یې، په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له استازو او یو شمېر نورو. . .

BACK TO NEWS