په میمنه کې د ښاروالۍ د پنځه پوړیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۲۵
محترم الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریلاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټیم سره په ګډه د میمنې ښاروالۍ د پنځه پوړیزې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د څارنې په ترڅ کې معلومه شوه چې یادې پروژې چارې د نقشې مطابق روانې دي.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسئولینو ته لازمژې لارښوونې وشوې، ترڅو پاتې ټولې چارې د ټاکل شویو نقشو او انجنیري نورمونو په رعایت سره بشپړ کړي.