په بلخ او کندهار ولایتونو کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت لابراتوارونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۱
.

۱۴۴۷/۰۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، نن د دوو مهمو پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د دغه تړونونو موخه د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت ارزونې لپاره پرمختللي لابراتوارونه جوړولو په پار د ودانیو جوړول دي.

دغه لابراتوارونه به په بلخ او کندهار ولایتونو کې جوړ شي، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د محصولاتو کیفیت کنټرول، ازموینې، څېړنې او ارزونې چارې به پیاوړې کړي او د هېواد د روغتیایي خدماتو کیفیت ته به د پام وړ پرمختګ ورکړي.

تړونونه د "کوهکن" شرکت سره لاسلیک شول، چې د دواړو لابراتوارونو جوړولو ټولیز لګښت یې څه باندې ۱۸۸ میلیونه افغانۍ ټاکل شوی دی.

د پروژو عملي کار له نن پیلېږي او د بشپړېدو موده یې ۵۴۰ ورځې ټاکل شوې، چې د ۱۴۰۴/۰۵/۰۸ څخه تر ۱۴۰۵/۱۱/۰۱ پورې به دوام ومومي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، دا تړونونه د هېواد د روغتیایي بنسټونو د پیاوړتیا په لور یو مهم او اغېزناک ګام ګڼي او په باور یې له دې لارې به د محصولاتو کیفیت لا ښه تضمین شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت