په میدان وردګ ولایت کې ۱۰۷۱۱۸ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۹:۴۸
میدان وردګ

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په وردک ولایت کې ۱۰۷۱۱۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۸۹ قطعو کې چې ۱۰۱۳۷۸ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۵۷۴۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په نورستان کې د پارون ښار د تفصیلي پلان د بیاکتنې لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې دي.

دغه سروې د پارون ښار د اوسني تفصیلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۱۹
Background image

په کابل ښار کې د سید جمال‌الدین افغان ښارګوټي د ښاري وضعیت او احتمالي سرغړونو څارنه پیل شوه

۱۴۴۸/۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په دوه‌ ویشتمه ناحیه کې د سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۳۹
Background image

د هرات ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاح او بیارغونې پلانونه د کور او ښار جوړولو وزیر لاسلیک کړل

۱۴۴۸/۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د هرات ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاح او بیارغونې پلانونه، چې د یاد وزارت د غیرپلاني سیمو د سمون ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت