په لوګر ولایت کې د څو بیلابیلو پروژو نظارت  او براورد تر سره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
لوګر

۱۴۴۶/۲/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا په بیلابیلو ولسوالیو کې د پروژو له ودانیزو چارو او د ځینو پروژو لپاره براورد او د ځینو پروژو کروکي او سکیچ ترتیب شوی دی.

ښاغلي زاهد وویل، د زرغون شهر ولسوالۍ د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه، چې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې تر سره شوې تر څو چارې د نقشې مطابق مخته یوسي.

همدراز په دې ولایت کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ ریاست لپاره د یو تدریسي ټولګي لومړنی براورد ترتیب شوی او د کلنګار، پورک او برکي کې د غیرې پلاني بازارونو لومړني مالومات را ټول شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په مسلکي او معیاري ډول سرته و رسیږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان وردک کې د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د احاطې دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست د احاطې د دیوال او سایبان د جوړولو له پروژې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت