په لغمان کې له ۱۶۰ زرو جريبو زیاته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۰:۵۸
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې په لغمان ولايت کې ۱۶۵ زره ۳۸۹ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۷۹ قطعو کې ۱۵۰۱۵۵ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۲۰۷ قطعو کې ۱۵۲۳۴ جريبه دولتي املاک دي چې د لغمان ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ټولو ولايتونو کې په ۵۷۳۲ قطعو کې ۵ ميليونه ۱۱۲ زره او ۳۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د سونا حمام ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۲

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاروالۍ د سونا حمام ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د خښتو کار، د جاینتونو جوړول او د سونا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۱۴۴۷/۵/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د جاپان له سفیر، ښاغلي کینیچي ماساموتو او مل پلاوي سره وکتل.

په کابل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د ارزګان ولایت د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د معدن ریاست د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د ودانۍ سلب قالب ‌بندي، سیخ ‌بندي او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت