په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
لوګر

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم په سیمه کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه، ترڅو چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې ترسره شي.

د یاد ښارګوټي د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې پر چارو شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندې بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دغو چارو په بشپړېدو سره به د ښارګوټي د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته او د سیمې د ښاري بنسټونو د لا پیاوړتیا زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د زابل ولایتي روغتون د دوو نویو ودانیو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون کې د دوو نویو ودانیو د ساختماني چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادو ودانیو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د قوش ‌تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو پروژې ۳۷ سلنه چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۹

د جوزجان ولایت د کو راو ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم له لوري د قوش‌تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له پروژې څخه څارنه وشوه.

 د یادې پروژې چارې تر دې مهاله ۳۷ سلن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټیم د ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو د ساختماني چارو له بهیر څخه د کیفیت او موثریت د لا ښه والي په موخه څارنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت