په لغمان ولایت کې د سړک له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۸/۲۶
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا په مرکزمهترلام کې د دارالمعلمین سړک له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي تیلوي وویل، د دې سړک د تخریب شوو ساحو د پریکولو او د ویالو د غاړو د جوړیدو چارې روانې وې، چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې چارې د نقشې مطابق په غوره کیفیت سره تر سره کړي.