په لغمان ولايت کې له ۳ زرو جريبو څخه زياته دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۱:۰
لغمان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد لړۍ په دوام په لغمان ولايت کې ۳۶۷۸ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.

له دې ډلې څخه ۱۲۲۰ جريبه ځمکه د لغمان ولايت په مرکز، ۶۳۹ جريبه په علينګار ولسوالۍ، ۱۳۰۰ جريبه په قرغه‌يي ولسوالۍ او ۵۱۹ جريبه دولتي ځمکه په عليشنګ ولسوالۍ کې استرداد شوې ده

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او ورسره جوخت يې د ۱۸۸۲۳ غاصبينو ليست هم عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارلی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د افغانستان زیربناء په تېرو جګړو کې له منځه تللې، فرصت برابر شوی چې بېرته جوړه شي

۱۴۴۷/۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت نوي مالي او اداري مرستیال محترم مولوي محمد رباني ناصح، په خپل کاري دفتر کې، د دغه معینیت تر چتر لاندې د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل او پر یو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

د ننگرهار ولایت د ګمبیري سیمې په ساحه کې د توپوګرافیکي سروې او جي ‌ای ‌ایس چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌ایس ریاست د رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د نږدې ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ‌ای ‌ایس  چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د شکردرې ولسوالۍ د ملت سټیل فابریکې له ساحې څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوندو ټیمونو د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د ملت سټیل فابریکې له ساحې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت