په غزني کې د ځینې ریاستونو لپاره د تعمیر جوړولو په موخه د ځمکې پر مشخص کېدو خبرې وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۹:۱۸
picture

۱۴۴۵/۸/۱۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي، د دې ریاست انجنیرانو د غزني ولایت له محترم مرستیال والي (رحیم‌الله محمود) سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د ځینو هغه امارتي ریاستونو لپاره چې د تعمیر نه لري د ځمکې پر مشخص کولو خبرې وکړې.

ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، غزني ولایت کې ځینې امارتي ریاستونه اداري تعمیرونه، نه لري چې اړتیا ده ورته جوړ شي.

نوموړوایي، د یادو ریاستونو لپاره د تعمیر جوړولو په موخه اړتیا ده چې ځمکه مشخصه شي چې په وینا یې په همدې موخه یې انجنیرانو د دغه ولایت له مرستیال والي سره وکتل او د ستونزې پر حل یې خبرې وکړې.

د غزني مرستیال والي محترم (  ) د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزې په حل کې به کوټلي ګامونه پورته شي.

دغه راز، غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو د دغه ولایت په درېیم پلان کې د عبدالشکور په نوم د یو هېوادوال کور او په دوهمه ناحیه کې د یوې ځمکې سکېچ او کروکي وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په کابل ښار کې د قلعۀ کاشف سیمې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قلعۀ کاشف سیمې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۳۴
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم د ښار درېیم پلان له ساحو څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۰۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي په لارښوونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت