په غزني کې د سړکونو د کانکریټ اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۱۵
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني په مرکز کې د سړکونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، د سړکونو د پخولو د پروژې مالي لګښت د (UNOPS) موسسې په غاړي دي، چې له ودانیزو چارو یې د کور او ښار جوړولو ریاست څارنه کوي.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.