په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست او حوزوي روغتون ته ماسټر پلان جوړیږي
![picture](/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-10_at_9.48.40_am_1.jpeg)
۱۴۴۵/۱۲/۳
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست او په دې ولایت کې د حوزوي روغتون لپاره د ماسټرپلان او تفصیلي پلان توپوګرافي سروې تر سره کړه.
ښاغلي متقي وویل، د مرکز کابل نه راغلي هیئت او د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونو په ګډه د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست او حوزوي روغتون د ساحو توپوگرافی سروې تر سره کړې ده تر څو د یادې سیمې لپاره منظم ماسټر او تفصیلي پلان جوړ شي تر څو راتلونکې کې د ودانیزو ګډوډیو مخه ونیول شي.