د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۴۳
.

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غور له محترم والي ملا احمد شاه دین ‌دوست او په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس مولوي غلام یحی سره وکتل.

دواړو لوریو په غور ولایت کې د شته ښاري ستونزو، سرپناه برابرولو حل لارو او د پلانونو په جوړولو خبرې وکړې.

د غور محترم والي ملا احمد شاه دین دوست وویل، په غور ولایت کې ډیری خلک سرپناه نه لري او اړتیا ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یاد ولایت کې د سرپناه برابرولو، ښاري پراختیا او د پلانونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، لومړی به وزارت کې شته پلانونه تر نظر تېر کړي او بیا به د اړتیا له مخې د پلانونو جوړولو لپاره تابیا ونیسي.

ښاغلي الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، غور ولایت کې د سرپناه برابرولو لپاره به د اړتیا له مخې مسلکي او تخنیکي ټیم دغه ولایت ته واستوي، تر څو لومړنۍ چارې ترسره او بیا د پلان جوړولو او یا عملي کولو لپاره زمینه برابره شي.

نوموړي وویل، تر ممکنه بریده به هڅه وکړي چې د غور ولایت د خلکو د سرپناه نشتون ستونزه تر یو بریده حل او د منظمې ښاري پراختیا لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان وردک کې د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د احاطې دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست د احاطې د دیوال او سایبان د جوړولو له پروژې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت