په سر پل ولایت کې د دوو پلچکونو له ودانیزو چار څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۲۵
.

۱۴۴۶/۴/۲

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د سرپل ولایت په مرکز کې د دوو پلچکونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه.

ښاغلي ملا نوراني وویل، ياده پروژه د سر پل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې موقیعت لري، چې دمګړي د دې پروژې د سیخ بندۍ چارې روانې وې چې د دې ریاست د انجنیرانو لخوا یې څارنه وشوه او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څوچارې د نقشې مطابق تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

کابل ښار کې د پخوانیو  ساحو د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري منظرې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

کابل ښار کې د الشفاء روغتون له د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار کې د الشفاء (جمهوریت) روغتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت