په سرپل کې د ښځينهوو لپاره د يوې لېسې ودانۍ د بشپړېدو په حال کې ده
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د فابريکې له لارې د سرپل ولايت په مرکز کې د ښځينهو لپاره د بهسودو ۱۰ صنفي ښوونځي د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې کړي.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۵۰۳ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۶ ميلیونه ۶۰۰ زره افغانۍ رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو سره ښوونيز بهير ته لار پراختيا ورکړي او زدهکوونکو ته مناسب ښوونيز چاپيريال برابر کړي.