په سرپل ولایت کې 10 پلچکونه طرحه او ډیزاین شول

1444/05/05
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په دغه ولایت کې 10 پلچکونو طرحه او ډیزاین کړل.
یاد پلچکونه په ښار کې د اوبو وتلو لپاره جوړېږي چې د چارو تطبیق یې د سرپل محترمې ښاروالۍ په غاړه دی.د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د تعمیرونو نقشې جوړوي بیا یې دولتي ادارو ته په واک کې ورکوي.