په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپل ښار د لومړۍ ناحیې له بېلابېلو ودانیزو ساحو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه تر څو له خودسرانه ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشي، ودانیزې پروژې د ښاري پلانونو سره سم تطبیق شي او په ښار کې ساختماني نظم تأمین شي.
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د څارنې پر مهال ولیدل شول چې په یوه استوګنیزه ساحه کې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو لپاره د ځمکې هوارول روان وو، په داسې حال کې چې یاده ساحه د ښاري بهسازۍ له مخې استوګنیزه بلل کېږي، چې د دې کار لپاره لازم اسناد لا بشپړ شوي نه وو، له همدې امله اړوند مالک ته هدایت ورکړل شو چې تر قانوني مراحلو له بشپړېدو مخکې له ساختماني چارو ډډه وکړي.
د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین ډاډ ورکوي چې د ښاري نظم، د پلانونو د تطبیق او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه به خپلې څارنې لا هم دوامداره وساتي.
