په سرپل ولایت کې د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وکړه
۱۴۴۸/۳/۱۱
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د لومړي پوړ د چت د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې دي او د بام کانکریټ اچونې او قالب تړلو چارې روانې دي، همدارنګه، د خونو د خښتو اېښودلو چارې بشپړې او د پلسترکارۍ چارې روانې دي.
تخنیکي ټیم قراردادي شرکت ته د قالب تړلو، اوبهخورۍ او د پروژې د کیفیت د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې پاتې چارې دې د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شي.
