په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
کابل جدید

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو ترانسپورتي اړتیاوو، د نفوس د زیاتوالي او معاصرو ښاري معیارونو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو عرضونو او مقطعو طرحه شوي دي.

د یادو سړکونو په ډیزاین او تطبیق کې د وسایطو د منظم تګ راتګ ترڅنګ، د پلي وګړو او بایسکل ‌چلوونکو لپاره د خوندي او معیاري تګ راتګ زمینه هم په پام کې نیول شوې ده.

د تخنیکي طرحو له مخې، د اړتیا او موقعیت پر اساس د یادو سړکونو عرضونه ۳۳، ۴۳ او ۷۰ متره ټاکل شوي، چې په جوړښتي طرحو کې یې د وسایطو ځانګړي لینونه، د بایسکل‌چلوونکو لپاره ځانګړې لارې، پلې لارې او د ښاري تګ راتګ اړوند نور اړین تأسیسات شامل دي.

د سړکونو د ډیزاین یوه مهمه برخه د باراني او سطحي اوبو د مدیریت لپاره د معیاري ویالو او اوبو ایستنې کانالونو جوړول دي، د تخنیکي معلوماتو له مخې، د سړکونو په طرحه کې د هایدرولوژۍ اړوند مطالعات په پام کې نیول شوي، څو د موسمي ورښتونو پر مهال د اوبو د منظم انتقال او تخلیې زمینه برابره او د سړکونو د تخریب، د اوبو د راټولېدو او نورو احتمالي ستونزو مخه ونیول شي.

د نوي کابل ښار د پراختیا لوی ریاست تخنیکي او مسلکي ټیمونه د سړکونو د طرحې او تطبیق پر مهال د ښار راتلونکې پراختیا، د نفوس د احتمالي زیاتوالي او د ترانسپورتي اړتیاوو بدلونونه هم په پام کې نیسي، څو رامنځته کېدونکې ترانسپورتي زیربناوې د ښار له اوږدمهاله پراختیا سره همغږې وي.

د یاد ریاست تخنیکي معاونیت اړوند ټیمونه د منظور شوو طرحو، تخنیکي معیارونو او معاصرو ښاري اصولو مطابق د نوي کابل ښار د سړکونو د ډیزاین او عملي تطبیق بهیر څاري او د پروژو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د رعایت لپاره لازمې چارې ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت