په زابل ولایت کې ۲۳۵۶۹۱ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۹ - ۱۰:۳۷
زابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په زابل ولایت کې ۲۳۵۶۹۱ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۷۸ قطعو کې چې ۲۳۰۵۹۵ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۵۰۹۶ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په میدان وردک کې د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو د سرچینو سروې بشپړه شوه

۱۴۴۷/۰۳/۰۸

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د کلیو او پراختیا وزارت تخنیکي هئیت د کور او ښار جوړولو او د مهاجرینو چارو ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د کندز ښار په شنه ساحه کې د غیرقانوني ودانۍ مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۳/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کندز ولایت په یو شمېر ناحیو کې د څار او نظارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

د کابل ــــــ بګرام سړک ډیزاین شوې چارې د لا پرمختګ په موخه څېړل کېږي

۱۴۴۷/۳/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار په اډانه کې د کابل ــــ بګرام جوړېدونکي سړک د ډیزاین شوو چارو جاج واخیست.

په دغه برخه کې. . .

BACK TO NEWS