په خوست ولايت کې د يو ښوونځي د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۳:۳۹
خوست

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د تولید فابريکې پر مټ د خوست ولايت د موسی‌خيلو ولسوالۍ په لجه‌منګل سيمه کې د لس صنفي ښوونځي د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې کړي او ډير ژر به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.

د ښوونځي لپاره دا ودانۍ په ۱۵۱۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ماليي وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۵ ميلیونه ۲۵۰ زره افغانيو جوړيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو سره ښوونيز بهير ته لار پراختيا ورکړي او زده‌کوونکو ته مناسب ښوونيز چاپيريال برابر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت