په خوست او بامیان ولایتونو کې د شته ښاري ستونزو پر حل خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۵:۴۰
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو له رئیس محترم انجنیر امان الله امان او د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له محترم آمر سره وکتل.

په کتنه کې، د خوست او بامیان ولایتونو د شته ښاري ستونزو د جوړ شوو پلانونو په تسلمۍ او د ځینو هغو په بیا پرنټ کولو خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د دواړو ولایتونو راغلو مسؤلینو ته د شته ښاري ستونزو د حل برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او اړوندو څانګو ته یې لارښوونه وکړه چې د پلانونو په بیا پرنټ او تسلیمۍ برخه کې د یادوو ولایتونو ستونزې حل کړي.

ښاغلي وزیر، ځینې مواردو ته اشاره وکړه چې په عملي کېدا سره به یې د منظمې ښاري ودې او پراختیا چارې چټکې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزوګان ولایت په خیروکاریز سیمه کې د اصلاحي پلان د تطبیق عملي چارې پیل شوې

۱۴۴۵/۱۲/۲۵

د ارزوکان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د محترم ښاروال عبدالرشید هدایت الله په شتون کې یې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غور له محترم والي ملا احمد شاه دین ‌دوست او په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د لروغونو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم په دې ولایت کې د شیخ عجل بابا د. . .

BACK TO NEWS