په جوزجان کې د پايو د نصب لپاره له ۲۰۰ څخه د زياتو جايدادونو د مالکيت حق تثبيت شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۰:۴۲
جوزجان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت له شبرغان څخه تر مزارشريف پورې د ۲۲۰ کيلو ولټه انتقالي برېښنا په لېږد کې د اسانتياو رامنځته کولو په موخه په جوزجان ولايت کې د پايو د نصب ۲۳۸ ځايونو د مالکيت حق د تثبيت چارې بشپړې کړې.

له دې ډلې څخه ۷۳ پايې په دولتي ځمکه کې او ۱۶۴ نورې پايې په شخصي ځمکه کې تثبيت شوي او د نورو ۱۱ پايو د نصب لپاره د مالکيت حق د تثبيت چارې دوام لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالکيت حق په تثبيتولو له مزار شريف ښار سره د شبرغان ښار د سب سټيشن نښلولو عملي چارو د پيل لپاره زمينه برابروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو د دایمي مېشتېدو په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو یې د دایمي مېشتېدنې په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د ابادۍ او پرمختګ په پار بل مهم ګام هم پورته شو

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره تر لیده کاته وروسته،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۸
Background image

په زابل ولایت کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۰۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري د زابل ولایت په اړوندو سیمو کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.

د یادې کمېټې د پرېکړې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت