په تورخم او سپین بولدک کې د بار وړونکو لاریو لپاره جلا لاره جوړېږي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۶:۲۲
turkham spenboldak

۱۴۴۶/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له استازو سره وکتل او په تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې یې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترمو استازو د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر وغوښتل چې په تورخم او سپین بولدک کې د بار وړونکو لاریو لپاره د سړک، پُل او یوې بلې لویې دروازې د جوړولو لپاره د پلان او طرحې جوړولو په موخه اړوندو څانګو ته لارښوونې وکړي.

یادو استازو وویل، دمګړۍ په یادو سیمو کې په سلګونه لارۍ د لارې د تنګوالۍ او د سمو امکاناتو د نشتون امله ولاړې دي، چې د نوي سړک، پُل او جلا دروازې په جوړېدو سره به د لاریو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي او سوداګر به له سرخوږي خلاص شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د صنعت او سوداکرۍ وزارت له استازو وغوښتل چې خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او مشخصات دې د یو رسمۍ مکتوب له لارې د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړي، تر څو د دغه وزارت اړوند ریاستونه د هغې په رڼا کې پلان، طرحه او ډیزاین جوړ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت