په تخار ولایت کې له ۲۱ ودانیزو پروژو څخه څارنه وشوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۱:۵۱
IM

۱۴۰۱/۰۱/۰۳

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته په تخار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د ۲۱ ودانیزو پروژو له چارو څارنه وکړه.

دغه راز د استناف محکمې د امنیتي برج براورد، د یو باب مسجد د محراب طرحه، ډیزاین او انجنیري، د مستوفیت د ودانۍ د ویجاړې شوې برخې د موزایکو او دویم رنګ، او د استناف محکمې د ریاست د تاسیساتو د ترمیم لومړنی براورد هغه فعالیتونه دي چې په تخار ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست لخوا ترسره شوي دي.

د ټولګټو پروژو رامنځته کول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او دغه راز یاد وزارت د پراختیایي او اقتصادي تګلارو او پلانونو په پلې کولو کې چټک او پياوړي ګامونه پورته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د اطلاعاتو او کلتړر ریاست دمسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې لپاره د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوې ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۷
Background image

د شنې فضا برابرولو پر لور پراخ ګام؛ په الشیخ ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول شول

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست، د شنې فضاء رامنځته کولو او چاپېریال ښکلا په موخه، په «الشیخ» ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول.

د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت