په بامیان ولایت کې د اووه ولسوالیو له ودانیزو پروژو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۲۰
ودانیزو پروژو

۱۴۴۶/۲/۳

د بامیان ولایت  د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي، د ولایت د محترم مقام په غوښتنه د بیلابیلو ادارو د یوه ګډ هئیت په ترڅ کې د دې ریاست تخنیکي ټيم د اووه ولسوالیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

ښاغلي امان وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د بیلا بیلو ودانیزو پروژو څارنه وشوه، چې په دې څارنه کې هستوګنیزې خونې، اداري تعمیرونه، احاطوي دیوال، د سړکونو هوار کاري او جغل اچونه او نورې ودانیزې چارې شامل وې چې له چارو یې څارنه وشوه.

ښاغلي امان وویل، هغه پروژې چې چارو کې یې ستونزې وې چارې یې دقیق و څیړل شوې د حل په موخه قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د شرطپاڼې مطابق او په معیار برابرې تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه له پروژو څارنه کوي، تر څو پروژې په معیار برابرې سرته و رسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت