په استانبول کې د افغانستان د پنځو ښارونو د پراختيا لپاره پنځه وځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۵:۵
افغانستان - ترکیه

په استانبول کې د کندهار، هرات، مزار شريف، جلال اباد او خوست ښارونو د ستراتيژيکې پراختيا چهارچوب هغه پنځه ورځنی ورکشاپ چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست محترم اجمل احمدي، د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو معين محترم عبدالباقي پوپل، د نړيوال بانک، ساساکي کمپنۍ او د بشري اسکانو لپاره د جنوبي کوريا د انسټيټيوټ استازو په ګډون جوړ شوی و؛ پای ته ورسېد.

د دې ورکشاپ په لومړۍ ورځ د ستراتيژيک انکشاف د چهارچوب پېژندنې، د نفوسو زياتوالي او د ښارونو پراختيا، د ښارونو پراختيا او محرکه قواوو، د کورنيو بې ځايه شويو وضعيت، د ښاري اساساتو او ساختارونو، د اقتصادي تحليل، د سرچينو تحليل او چاپېريال ساتنې، د حکومتولۍ، د دولتي ادارو او تاريخي ابداتو په اړه مفصل راپور وړاندې شو او د پنځو ښارونو د ستراتيژيک انکشاف د چهارچوب لپاره د بيس لاين راپور منظور شو.

په دويمه ورځ د برسۍ په ګډون د ښاري انکشاف اساسي عوامل تائيد شول، اطلاعاتو او د ساساکي کمپنۍ له‌خوا برابر شويو موادو ته د باور ورکوونې راپورونه وړاندې شول او د افغانستان ښاري سکتور د رهبرۍ له‌خوا د پروژو اولويت بندۍ چهارچوب هم منظور شو. 

د ورکشاپ په درېيمه ورځ د ښارونو پر ترکيبي مسودې د تفصيلي بحث په ګډون د پنځو ښارونو پلان جوړونې د چهارچوب مسوده په پرنسيب کې تائيد شوه.

په همدې ورځ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني د ويډيو کنفرانس له لارې په دې ورکشاپ کې ګډون وکړ. جلالتماب جمهور رئيس د ښاري ژوند پر اړتياو، د ښاري معمارۍ پر معيارونو، د اوسېدو وړ مسکن، د اوبو سرچينو او پر ښاري زيربناو د ټينګار تر څنګ وويل د ستراتيژيک انکشاف په چهارچوب کې پاسني موارد د يو اصل په توګه شامل دي.

د ياد ورکشاپ په څلورمه ورځ د پاسنيو ښارونو د ترکيب راپور پر مسودې د بحث تر څنګ پر ملي فضايي ستراتيژۍ هم مفصلې خبرې وشوې.

د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د هرات، مزار شريف، جلال اباد، کندهار او خوست ښارونو د ستراتيژيک انکشاف د چهارچوب لپاره د ساساکي شرکت له‌خوا د ظرفيت جوړونې پر نهو موډولونو موافقه وشوه. 

د يادولو وړ ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ساساکي کمپنۍ او نړيوال بانک سره په همکارۍ د هرات، مزار شريف، کندهار، جلال اباد او خوست ښارونو لپاره د ستراتيژيک انکشاف د چهارچوب عملي چارې پيل کړي چې په بشپړېدو سره به يې اوسنۍ نيمګړتياوې له‌منځه ولاړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار پنځمې ناحیې د سره میاشت ښارګوټي له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني تعدیلي پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت