هلمند کې د یوې روغتیايي پروژې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۸
هلمند

۱۴۴۶/۰۷/۱۵

هملند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، انجنیرانو یې د نهرسراج ولسوالۍ اړوند یخچال سیمه کې د( Nchc)  نوی بشپړ روغتیایي له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي ناظم وایي، دغه پروژه هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست اړوند کېږي چې، له چارو څارنه یې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ده.

نوموړی وایي، دمګړۍ په ساحه کې د ودانۍ د پایو سیخ تړلو، کانکرېټ اچولو، خښتو لګولو او نورې چارې دوام لري.

د هغه په خبره، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې چې، د پروژې وخت په پام کې ونیسي، د کار کوونکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي، د موادو کیفیت ته پاملرنه زیاته کړي، او بالاخره ټولې چارې فني او په معیار برابرې سرته ورسوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو دولتي پروژو له چارو څارنه کوي او د نیمګړتیاوو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د ننګرهار او پکتیکا لپاره مهم ګام؛ د مهاجرینو ښارګوټو اصلاحي پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي اصلاحي پلانونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر د لوګر د خلکو غوښتنې واورېدې؛ د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت له یو شمېر مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ودانیزو او استوګنیزو د نقشو تخنیکي کمیسیون ناسته تر سره شوه

۲۱/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین الحاج ګل زرین صابر په مشرۍ، د د ودانیزو او استوګنیزو نقشو تخنیکي کمیسیون خپله دویمه ناسته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت