هلمند ولایت کې د یو ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وشوه
![picture](/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-06_at_10.30.21_am.jpeg)
۱۴۴۵/۱۱/۲۸
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نېک محمد وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د یو ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي نېک محمد وویل، یاد ښوونځی دوه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې دوه پوړونه به ولري او په خبره یې مالي لګښت یې د ملګرو ملتونو د (یو،این، ایچ، سي، ار) ادارې لخوا ورکول کېږي.
نوموړی وایي، دمګړۍ هلته د لومړي پوړ د خښتو لګولو او په دویم پوړ کې د پایو د قالب تړلو چارې روانې دي، چې د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا یې چارې په مسلکي ډول و څېړل شوې.
هغه وایي، د رغنیزو چارو د سرته رسولو په موخه یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو د دې پروژې چارې د نقشې مطابق سرته ورسېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، ترڅو یې چارې د نقشې اومعیار مطابق په انجنیري اصولو برابرې سرته و رسېږي.