هستوګنیزې سیمې د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعمل سره سم په سوداګریزو سیمو تعدیلېږي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۴:۱۳
picture

۱۴۴۴/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو (تائیدولو) کمېسیون، په ښاري سیمو کې د تېلو د پمپ سټېشنونو د رامنځته کولو، د سیمو کروکي او سکېچ او په سوداګریزو سیمو د هستوګنیزو سیمو تعدیلولو د څرنګوالي په موخه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د پلازمېنې کابل په څلورمه ناحیه کې د تېلو د یو پمپ سټېشن جوړولو په موخه د یو هېوادوال غوښتنه، په غزني ولایت کې د یوې هستوګنیزې سیمې تعدیل په سوداګریزې سیمې او دغه راز په لوګر ولایت کې د ټوکر پلورلو مارکېټ د سکېچ په اړه د نظریاتو تبادله وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته دنده وسپارله، چې کابل کې دې د پمپ سټېشن جوړولو په موخه ځمکه د تفصیلي پلان او د پمپم سټېشنونو رامنځته کولو طرزالعمل مطابق و څېړل شي.

دغه راز ښاغلي مرستیال په غزني او لوګر ولایتونو کې د کروکي او تعدیل برخه کې هم لارښوونه وکړه، چې یاده چاره دې د تفصیلي پلانونو مطابق عملي شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په غزني ولایت کې د غزني ښار له پلاني ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو چارو د څارنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اې ‌اېس ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې.

د کور او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت