په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار عمومي رئیس په مشرۍ، د تخنیکي او تخصصي ریاستونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټې د نوي کابل ښار په مربوطاتو کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره کړه.
یاده کمېټه چې د داخلي تفتیش، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست، د روبنا او زیربنا د طرحې، د سروې او جي ای ایس ریاست او د نوي کابل ښار د ریاست استازي پکې شامل وو، د یاد صنعتي ښارګوټي اصلاح شوی پلان یې له بېلابېلو تخنیکي او حقوقي پلوه هر اړخیز وڅېړه.
د ارزونې په بهیر کې د ځمکې د انتقال موضوع، حقوقي ستونزې او د بېځایه لاسوهنو د مخنیوي اړوند موارد په تفصیل سره تر تخنیکي څېړنې لاندې ونیول شول.
د تخنیکي ارزونې په پایله کې هغه موارد چې له اصلاح شوي پلان سره په ټکر کې وو، تشخیص او تثبیت شول، چې د یوه تفصیلي راپور په بڼه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته وړاندې شول.
د دې ډول تخنیکي ارزونو موخه د پلانونو دقیق تطبیق، د حقوقي ستونزو حل، د غیرقانوني مداخلې مخنیوی او د منظم ښاري پراختیا تأمین بلل کېږي.
