هرات کې څه باندې ۳۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د هرات ولایت اړوندو سېمو په ۱۴۷ قطعو کې ۳۰۳۱۳۰ جریبه ځمکه او دولتي املاک ثبت او سروې کړي دي.
له دې شمېر څخه ۲۹۴۷۰۵ جریبه سپينه دولتي ځمکه او ۸۴۲۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، په هېواد کې ۶ مېلیونه ۶۲۸ زره او ۱۶۴ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه چې په ۶۸۰۲ قطعي کیږي، سروې او ثبت کړی، دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.