د کابل په مرکز کې د حاجیانو لپاره د نوي مجتمع توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۵/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په مرکز کې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت اړوند د حاجیانو د نوي مجتمع د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.
یاده ساحه ټولټال ۳۶ زره او ۶۴۴.۳۱۱ متره مربع مساحت لري.
د دې سروې پایلې به د یاد مجتمع د پلان جوړونې او راتلونکو تخنیکي او ودانیزو چارو لپاره زمینه برابره کړي.
