ننګرهار کې د یو غیر قانوني ودانۍ چارې وځنډول شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۵:۲۵
ننګرهار

۱۴۴۶/۰۷/۲۷

ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعید په مشرۍ په دغه ولایت کې له ښاري تخلفاتو د یو اقدام چارې وځنډول شوې.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ننګرهار کې د کور او ښار جوړلو رياست له ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجنيرانو د جلال اباد ښار د څلورمې  ناحيې څخه ليدنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په ياده ساحه کې د یوې ودانۍ چارې روانې وي، چې په خبره یې یاده سیمه په پلان کې شنه ساحه ده، چې په غیرې قانوني توګه ترې د سوداګرۍ لپاره کار اخستل کیده، چې چارې یې و ځنډول شوې.

ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست هڅې پیل کړي چې، په ښار کې د خپلسرو ودانيو او ودانیزو چارو مخنيوی وکړي او ښار د پلان او نقشې مطابق په انجنيرۍ معيارونو وده او پراختیا پیدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۸
Background image

د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې پراختیايي ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې پراختیايي ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ښار د استقلال ښارګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو د پاتې چارو له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د عمومي ریاست اړوند، د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار اتمې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند ولایت د احمدشاهي مېنې د درېیم قسمت د سړکونو د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د احمدشاهي مېنې په درېیمه برخه کې د تفصیلي پلان د تطبیق په موخه د سړکونو د خط اچونې عملي چارې پیل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت