ننګرهار کې د هستوګنیز ښارګوټي جوړولو په موخه تخنیکي سروې پیل شوه
![picture](/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-30_at_9.17.04_am.jpeg)
۱۴۴۵/۱۲/۲۳
ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، له پلازمېنې کابل څخه راغلي هیئت سره په ګډه یې دغه ولایت کې د یو هستوګنیز ښارګوټي د رامنځته کولو لپاره د تفصیلي پلان جوړولو لومړنۍ چارې پیل کړې.
ښاغلی مولوي محمد نبي سعیدي وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د یاد هستوګنیز ښارګوټي لپاره د تفصیلي پلان جوړولو په موخه یې تخینکي سروې پیل کړه.
د نوموړي په خبره، یاد هستوګنیز ښارګوټی د داخلي بې ځایه شوو کورنیو لپاره جوړېږي.
د معلوماتو له مخې، د داخلي بې ځایه شوو کورنیو لپاره ښارګوټی د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په هغه ښارګوټي کې جوړېږي چې د سید احمد ګیلاني په نوم یې ځمکه غصب شوې وه، خو اوسمهال د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون له لوري راګرځول شوې ده.
ښاغلی مولوي سعیدي وایي، د تفصیأي پلان جوړولو په موخه د تخنیکي سروې چارې به د څو راتلونکو ورځو په اوږدو کې بشپړه شي.