محترم محمد جواد پيکار: د ټاپي پروژې په مسير کې د ۱۲،۶ کيلو مترو د مالکيت حق تثبيتول، د يادې پروژې په تطبيق کې ستر ګام دی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۹:۱۶
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار د ځمکوالۍ چارو معين او د مرکز يو شمېر رئيسانو په شتون کې د (TPCL) کمپنۍ له اجرائيوي رئيس محترم محمد مراد امانوف سره د ټاپي قانون او د مالکيت حق د تثبيت چارو پر چټکوالي، استملاک، ارزښت‌ټاکنې او د نل‌ليکې په دواړو خواوو کې پر خونديتوب هر اړخيز بحث وکړ.

په لومړي سر کې محترم محمد مراد امانوف په ټاپي پروژه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست ځانګړی ملاتړ او همکاري وستايله او د نل‌ليکې د شاوخوا سيمو د خونديتوب په برخه کې يې یو لړ وړانديزونه هم وکړل.

ورپسې محترم محمد جواد پيکار وويل چې د نل‌ليکې د دواړو خواوو خونديتوب او چاپېريال ته يې د زيان مخنيوی؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زياته کړه چې دې وزارت د (TPCL) کمپنۍ، عدليي وزارت او د کانونو او پټروليم وزارت په نږدې همکارۍ د ټاپي پروژې لپاره يو ځانګړی قانون ترتيب کړی دی.

محترم محمد جواد پيکار نړيوالو معيارونو ته په اشارې د پاليسۍ او پلان رياست ته لارښوونه وکړه چې د ټاپي قانون په ۲۵مه ماده کې دا ډول تعديل راوړي: « د سيمې د خونديتوب او د چاپېريال ساتنې لپاره د نل‌ليکې په شاوخوا کې تر ۲۰۰ مترو پورې د ودانيو جوړولو ته اجازه نشته، خو د کښت او کرنې لپاره ترې استفاده کېدای شي»

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زياته کړه چې د ټاپي ځانګړی قانون نهايي شوی او له ذيربطو دولتي ادارو سره له شريکولو وروسته به کابينې ته د تصويب او وروسته به ولسي جرګې ته د منظورۍ په موخه واستول شي.

محترم محمد جواد پيکار روښانه کړه چې د جلالتماب جمهور رئيس د لرليد په اساس به د ټاپي مسير پر لوی ترانزيټي او اقتصادي دهليز بدل شي او مرکزي اسيا به له سويلي اسيا سره ونښلوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په پای کې وويل چې د مالکيت حق د تثبيت لړۍ د هرات ولايت د کشک رباط سنګي له ولسوالۍ او د ترکمنستان له پولې پيل شوې او تر اوسه په دې ولايت کې له ديرشو کليومترو له ډلې يې د ‍۱۲،۶ کيلو مترو د مالکيت حق تثبيت شوی.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزګان ولایت د مرافعې محکمې اړوند د دریو اوطاقونو د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابواحمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې اړونده د درې بابو اوطاقونو د ساختماني چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د اندړو ولسوالۍ د انصاري ښوونځي له رغنیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د انصاري ښوونځي رغنیزې پروژې له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

. . .

BACK TO NEWS