د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۱/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.
یاده سروې د ۱۲۵۰ جریبه ځمکې په ساحه کې ترسره کېږي، چې موخه یې د راتلونکي ښارګوټي د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د ساحې دقیق تخنیکي معلومات راټولول دي.
د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، په دې مرحله کې د ساحې د ارتفاعاتو، حدودو، طبیعي جوړښت او انجینري ځانګړتیاوو دقیق ثبت او اندازهګیري ترسره کېږي، څو د معیاري ښاري پلان د جوړولو لپاره بشپړ تخنیکي اساس برابر شي.
د یادولو وړ ده، د مهاجرینو ښارګوټي د جوړولو پروسه د منظم ښاري پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو او د معیاري ښار جوړونې د اصولو مطابق پر مخ وړل کېږي.
