لغمان ولایت کې (۲۱۵۰) جریبه دولتي ځمکه کروکي شوه
۱۴۴۳/۱۲/۲۵
د لغمان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه شاوخوا (۲۱۵۰) جریبه دولتي ځمکه په دغه ولایت کې سکېچ او کروکي کړه.
یاده اندازه ځمکه د لغمان قرغه یي ولسوالۍ په زعفران سیمه کې د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له خوا سکېچ او کروکي شوه.
دغه راز په حدود د اووه (۷) جریبه دولتي ځمکه چې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند ترې کلي کې دوه قومونو نیولې وه، د دوی له تصرف خلاصه او بېرته یې د دولت اړوند کړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې پیل کړي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې دولتي غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او د ګټورې او اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره یې چمتو کړي.