لغمان ولایت کې د دامان کلي د بیا رغونې پلان جوړ شو
۱۴۴۴/۳/۶
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت د دامان کلي د بیا رغونې پلان جوړ کړی دی.
دامان کلی په لغمان ولایت کې هغه غیرې پلاني سیمه ده چې د سیمې خلک د ښاري، زیربنا او بیا رغونې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
یاد پلان د لغمان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست او نورو اړوندو ادارو لخوا جوړی شوی او په دې برخه کې د ټولو اړوندو ادارو نظریات او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.
