لغمان ولایت ته د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه یو باصلاحیته هیئت سفر وکړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۱۰
لغمان

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم له مخې، د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست د رئیس په مشرۍ یو با صلاحیته هیئت، لغمان ولایت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې، چې له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شو، په نوموړي ولایت کې د دویمو او درېیمو واحدونو د کړنو بهیر، د طرزالعمل او د فعالیتونو د پرمختګ کچه په هر اړخیز ډول وڅارل شوه.

د دغه سفر موخه نه یوازې د ښاري تخلفاتو مخنیوی و، بلکې د یاد ولایت محترم مقام، د لغمان ولایت د ښاروالۍ محترم ریاست، په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست او دغه راز د نورو اړوندو ادارو ترمنځ د لا پیاوړې او بشپړې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول و.

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست وایي، هلته یې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ روحیې د پیاوړتیا په موخه د ولایت محترم مقام د بشپړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست په خبره، د لغمان ولایت د امنیې محترمې قوماندانۍ سره خبره شریکه کړه، چې د ورسپارل شوي مکتوب له مخې د کور او ښار جوړولو ریاست له همکارانو سره هر اړخیزه همکاري وکړي او یو با صلاحیته استازی ورو پېژني.

د کور او ښار جوړولو وزارت تمه لري، چې د دغه سفر پایلې او لاسته راوړنې به په نوموړي ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي د بهیر د چټکتیا او د ښاري پلانونو د لا ښه او منظم تطبیق لپاره بشپړه زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت