فراه ښار کې د سړک ترغاړو ویالو د څه پاسه څلور کیلو متره پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۱۲
فراه ولایت

۱۴۴۷/۵/۴

 فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصر الله استقلال وایي، د دغه ولایت په ښار کې د سړکونو تر غاړو ویالو د جوړولو کار روان دی.

ښاغلی مولوي استقلال وایي، د ویالو د تیږو لګولو چارې دوام لري، چې ټوله دغه پروژه (۴٫۰۶۹) څلور اعشاریه صفر، نهه شپېته کیلو متره اوږدوالی لري او د څارنې اړوند ټیم یې ترې څارنه کړې ده.

نوموړی وایي، یاده پروژه چې ۴٫۰۶۹ کیلومتره په اوږدوالي د ۸،۴۴۵،۰۵۸٫۱۸ افغانۍ په ارزښت د یو خصوصي ودانیز شرکت له لوري دا مهال د تطبیق په درشل کې ده.

دغه راز په ساحه کې د څارنې ډلې د ترسره شویو کارونو کیفیت، د موادو معیار او د ساحې تخنیکي وضعیت ارزولی دی او د لا ښه تطبیق او دوامدار کیفیت لپاره یې لازمې سپارښتنې هم وړاندې کړې دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت