په میدان وردګ کې د مهاجرینو د ابدرې ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۵/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو د ابدرې ښارګوټي د ځمکې توپوګرافیکه سروې بشپړه کړه.
یاده سروې د ۱ زره او ۲۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې ترسره شوې، چې موخه یې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه د ښاري پلان د ترتیب او اړینو تخنیکي معلوماتو برابرول دي.
