د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په خیرخانه کې د ودانیو د تراکم او ځمکې د پوښښ کچه وڅېړل شوه
۱۴۴۸/۵/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونود خپلو دوامداره څارنو په لړ کې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې د لومړۍ حصې په سیمه کې، د قانوني سړک او له هغې سره د نښلوونکو فرعي کوڅو په اوږدو کې د ودانیو د ساختماني تراکم او د ځمکې د پوښښ کچه وڅېړله.
د څارنې پر مهال هغه ساختماني پروژې وارزول شوې چې پکې د نافذه قوانینو او مقرراتو، منظور شویو ښاري پلانونو، د ګاونډیانو د حریم، د ساختماني تراکم او د ځمکې د مجاز پوښښ د کچې د احتمالي سرغړونو نښې لیدل شوې وې.
د دې څارنو موخه د منظور شویو ښاري پلانونو تطبیق، د غیرمجاز ساختماني تراکم او د ځمکې د زیات پوښښ مخنیوی، د ګاونډیانو د حریم او حقونو ساتنه، د ساختماني چارو د کیفیت لوړول او د ښاري نظم پیاوړتیا ده.
د کابل ښار په ټولو ناحیو کې به د ودانیو د جوړولو د چارو څارنه د ټاکل شوي کاري پلان له مخې په دوامداره توګه روانه وي، او د تثبیت شویو سرغړونو په اړه به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
